د ملگرو ملتونو امنيت شورا په سوريه کي د بشري حالت په هکله انديښنه څرگنده کړې او په دي هيواد کي يي د جگړې پاي ته رسيدو غوښتنه کړې ده

دي شورا ويلي، د سوريي جگړې د سيمي امنيت او ټيکاو له گواښ سره مخ   او اوس مهال يي په نړۍ کي تر ټولو لوی انساني ناورين رامنځ ته کړی دی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د بشري حالت په هکله اندیښنه ښودلې او د یوې وینا پاڼې په خپرولوسره یي ویلي، ترڅو د جګړې په بندلو سره دې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي. د سوریې په پنځه کلنه کورنۍ جګړه کې تر اوسه له دوه سوه دوه ویشتو زرو ډیر کسان وژل شوي دي؟

د امنیت شورا له سوریې څخه   ګاونډویو هیوادونو ته د سوریې ستونزې د لمنې غځیدو خبرداری ورکړی ویلي يي دي، اوس مهال دې هیواد په نړۍ کې لوی انساني ناورین رامنځ ته کړی دی.

له دې سره دې شورا د نړۍ له هیوادونو غوښتې ترڅو د سوریې کډوالو لپاره سره اړینې مرستې وکړي.

د نړیوالو خوړو بنسټ ادارې ریس د سوریې کډوالو د وضعیت په هکله اندیښنه ښودلې ویلي يي دي، سوریې کورنۍ خپل ماشومان له زدکړو ایستلي او په کار پسې استوي خپلې لوڼې واده کوي او ځوانان د لوږې له امله له وسله والو ډلو سره یوځای شوي دي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ځانګې ریس په منځني د کډالو حالت سرطان ته ورته بللی ویلي یي دې چې دا ناروغي په ګټکی سره د ودې په حال کې ده ده ویلي که چیرې په منځني ختیځ کې حالات کابو نشي نړۍ باید د ډيریو ستونزو په تمه وي چې لمن به یي نورو هیوادونو ته هم و غځیږي.

په دې ناسته کې سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي د سوریې په ستونزه کې د امنیت شورا پاتې وښوده د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې هم خبرداری ورکړی، چې په سوریه کې د ښکیلو دواړو خواوو له لوري د بشر له حقونو سرغړونه شوې او اوس هم دوام لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *