په غزني ولايت کي وسله والو طالبانو د مالستان ولسوالۍ 5 تنه اوسيدونکي تښتولي دي
په غزني ولايت کي وسله والو طالبانو د مالستان ولسوالۍ ۵ تنه اوسيدونکي تښتولي دي
سيمه ايزو مسئولينو ويلي: دا کسان تيره ورځ د اجرستان له پاره د طالبانو له لوري، د ولسوال د نيول کيدو په تور بيول شوي دي . بلخوا نن سهار هم د جاغوریو په لاره کې پنځه لس کسان تښتول شوي وو خو بیا وروسته خوشي کړل شوي دي.
د ملي امنیت لوی ریاست د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي وو: چې دوی د بسم الله چې په طیب پیژندل شوی له خپلو شپږ ملګرو سره نیول شوی دی. دې ریاست ویلي ددوی ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د اجرستا ولسوالی لپاره د طالبانو له لوري تش په نامه ولسوال نیولی دی. خو د غزني مرستیال والي ویلي: بسم الله نومۍ په ګیلان ولسوالی کې نیول شوی دی. د احمدي په وینا دا وسله وال د ګډو کورنیو او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.
په همدي توګه د مالستان ولسوال وایي:وسله والو طالبانو لومړی د دایکندي ولایت د میرا مور ولسوالی یولس اوسیدونکي نیولي وو خو له څو ساعتونو وروسته یي خوشي کړي دي. د مالستان ولسوال له مونږسره په یوه تلوفني اړیکه کې ویلي وسله والو له دې پیښې وروسته د مالستان ولسوالی څلور اسیدونکي برمته کړي او تر اوسه له دوی سره بندیان دي خو ددوی د خوشي کولو هڅې پیل شوي دي.
بله خوا تښتونکو ویلي ترهغې چې ددوی کسان را خوشي نکړل شي د تښتول شویو کسانو د خوشي کولو په هکله به هم کوم خبر شتون ونلري.
بله خوا د جاغوریو پنخه لس کسان هم د ګیلان ولسوالی په سیمه کې برمته شوي وو او بیا وروسته بیرته خوشي شوي دي وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی چی د جاغوریو او مالستان ولسوالیو د اوسیدونکی د تګ راتګ مخنیوی به کوی
په غزني ولایت کې دا سړي تښتونه په داسې حال کې ده چې د زابل ولایت د تښتول شویو کسانو د کورنیو یو شمیر غړي وایي چې ولسمشر د سه شنبه په ورځ له دوی سره د لیدنې پر مهال ویلي: ددوی د خوشي کولو لپاره به هڅې وکړي خو د خوشي کولو تضمین یي شتون نلري.