د بښني نړيوال سازمان ويلي: په دې هيواد کې خلک د وينا له خپلواکيه بي برخي دي، مخالفين د لاريونونو او نيوکو حق نلري او هغه کسان نيول کيږي ، کوم چي په لاريونونو لاس پوري کوي.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه خپاره شوې ریپوټ :ې چې نهه اویا پاڼې لري، د بحرین حکومت د بشري حقونوڅخه په سرغړونې تورن کړی ویلي یي دي: د سمون هغه پلانونه چې په دوه زره یولسم کال کې له له لاریونونو وروسته په لاره اچول شوې وو، بریالی نه دي، مخالفین اوس هم ځپل کیږي د لاریونونو او نیوکو حق نلري. کله چې څوک په نیوکې لاس پورې کړي بندي کیږي او له کلک غبرګون سره مخ کیږي.

په دوه زر یولسم کال کې، دسمون په موخه،د بحرنیانو له لوري لوی لوی لاریونونه تر سره شول، خو له دې سره چې عربي متحده اماراتو او د سعودي عربستان په مرسته د حکومت له لوري وځپل شول په تیته توګه اوس هم دوام لري او په بشپړه توګه درول شوي نه دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي: د بحرین حکومت د خلکو غوښتنو ته په بشپړه توګه رسیدنه نه ده کړې.

په منځني ختیځ او دافریقا په شمال کې د بښنې نړیوال سازمان ریس سعید بومیده ویلي: په بحرین کې چارواکي هڅه کوي ترڅو خپل هیواد پرمختللی او د سمون پلوی وښیي، خو ددې تر شا ترخې ریښتینولی پرتې دي. ده ویلي، بحریني ځواکونه له خپلو اختیاراتو ناوړه ګټه اخلي او پر خلکو د فشار راوستل او ناوړه ګټه پورته کول دوام لري. دې بنسټ د بحرین له دولت څخه غوښتي ترڅو په عدلیه وزارت کې پراخ بدلونونه رامنځ ته کړي، سیاسي بندیان خوشي او خلکو ته خپل مدنې حقوق ورکړي.

په یمن کې یو سیاسي بندي په دې هیواد کې د لوی ګوند مشر جمعیت الوفاق مشر دی چې د دولت پر وړاندې د لاریونونو د تر سره کولو په تور نیول شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *