اسرايلي رژيم د فلسطين په باختري تړانگه کي د حماس ۳۲ غړي نيولي دي

اسرايلي سرتيرو د چهارشنبه په ورځ په دي سيمه کې د ډيريو فلسطينيانو کورنه پلټلي او دحماس ډیری غري چي ويل کيږي اوس هم فعاليت لري نيولي دي.

د نابلس پوهنتون استاد( ډاکټر مصطفی الشونار) ویلي، دا بریدونه د نظام بندی   جګړې په کړۍ کې شمیرل کیږي د هغه جګړې چې اسرایلي رژیم په باختري تړانګه کې په لاره اچولې ده.

ده ویلي دا برید د سیاسي موخو لپاره تر سره شوی او په دې برید کې اتو سوو اسرایلي سرتیرو ګډون کړی وو. د پوهنتون دې استاد ویلي په دې برید کې نږدي دیرش تنه اسیران چې د اسرایلو له بندخوو خوشي شوي وو نیول شوي دي.

له دې سره په نیول شویو کسانو کې مدني او یو شمیر حقوقي کارکونکي هم لیدل کیږي.

همدارنګه د نابلس ښار د پوهنتون دوه استادان غسان خالد، سعید دویکات او د همدارنګه د اصدا سایت ریس امین ابوورده هم د اسرایلي سرتیرو له لوري نیول شوي دي.

د فلسطیني بندیانو د سازمان له لوري د خپرو شویو مالومااتو له مخې، اسرایلو تر اوسه شپږ زره پنځه سوه فلسطینیان بندیان کړي چې یو شمیر ښځینه او ماشومان دي. ددې مالوماتو پر بنسټ دوه سوه پنځه تنکي ځوانان چې عمرونه یي له اتلسو کلونو لږ دي او د یو ویشت میرمنې د اسرایلو په بندخونو کې شپې ورځې تیروي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *