په جرمني کې یوه افغان زده کوونکي خپل هم ټولګی افغان وژلی

د جرمني په یوه لیسه کې یوه ۱۷ کلن افغان زده کوونکي خپل همټولګی افغان په چاړه وواژه.

پولیس وايي چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ د هامبورګ په بندري ښار کې وشوه.

د پولیسو په وینا، لومړني معلومات ښيي چې مشکوک قاتل سهار وختي ټولګي ته ننوت او ناببره یې پر خپل همصنفي حمله وکړه.

«داسي ښکاري چې ده خپل همټولګی په چاړه وواهه، هغه لږ وروسته ساه ورکړه.»

قاتل په ټولګي کې دننه ونیول شو او د نیولو په مهال یې مقاومت ونه کړ.

تر اوسه پوري د حملې علت نه دی څرګند.

د هامبورګ ښاروال په دې پېښه، چې په یوه ښوونځي کې شوې، حیرانتیا څرګنده کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *