۳۱برمته شوي مسافرپه راتلونکو لسو ورځو کې راخوشې شي

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایې، ټاکل شوې۳۱ هغه مسافر چې له زابل ولایته تښتول شوي وو په راتلونکو لسو ورځو کې بیرته خلاص شي.

د دې جرګې منشي عبدالروف انعامي نن د مدني ټولنو د لسګونه غړو د اعتراض پرمهال وویل چې حکومتي چارواکو دغه ډاډ ورکړی دی.

دا کسان نژدې دوه میاشتې وړاندې په زابل کې د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شول او تراوسه یې په اړه معلومات نشته.

د مدني ټولنو غړو نن په یوه نمایشي حرکت کې سلګونه هغه پوکاڼې هوا ته پورته کړې چې د برمته شوو کسانو د خوشې کیدو پیغامونه پرې لیکل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *