بغلان او زابل ولايتونو کې دوه ځانمرګي بريدګر د امنيتي ځواکونو له لوري موخې ته له رسېدو وړاندې وژل شوي او دغه راز يو بل تن په هرات کې نيول شوى دى.

د بغلان د پوليسو وياند احمد جاويد بشارت ته وويل، چې دغه تن يوه اندازه چاودېدونکي توکي په يوه عراده موټر کې ځاى پر ځاى کړي و، ريموټ يې هم په جېب کې اچولى و او هوډ يې درلود چې په پلخمري ښار کې ځانمرګى بريد تر سره کړي.

سرچينې زياته کړه، کله چې دغه تن د ډنډ غوري ولسوالۍ علاوالدين سيمې ته د رسېدو په حال کې و، ناڅاپه يې له ريموټ سره لاس لګېدلى او دغه مهال چاودنه رامنځته شوې ده.

د بغلان ولايت د پوليسو وياند د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې په دغه پېښه کې يواځې ځانمرګى بريدګر وژل شوى، خو بل چاته په کې زيان نه دى اوښتى.

سرچينې په داسې حال کې چې د ځانمرګي تن هويت په ډاګه نه کړ، وويل چې نوموړي په دوه نورو چاودنو کې هم چې په وروستيو درېيو مياشتو کې په دغه ولايت کې تر سره شوې، لاس درلود، خو د يادو دوه چاودنو په اړه يې جزييات وړاندې نه کړل.

د يوه بل خبر له مخې، د زابل پوليسو يو ځانمرګى بريدګر خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې وژلى دى.

د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه ځانمرګي بريدګر کله چې د شينکۍ ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د چاودنې هوډ درلود، خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې د دغې ولسوالۍ په لوى شور سيمه کې د پوليسو له لوري له پېژندل کېدو وروسته ووژل شو.

له ياد تن څخه يو ميل تومانچه او څلور لاسي بمونه هم تر لاسه شوي چې په دغه پېښه کې کوم چا ته زيان نه دى اوښتى.

ورته مهال د ملي امنيت موظفينو د اختر محمد په نوم ٢٣ کلن ځوان چې د غزني ولايت اصلي اوسېدونکى دى، د مزارشريف ښار په اړونده سيمه کې د ځانمرګي بريد د تر سره کولو په تور د دغه ښار په درېيمه ناحيه کې نيولى دى.

د بلخ د سيمه ييزو چارواکو په وينا، ياد تن په خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې له هېواده بهر په يوې مدرسې کې په زده کړو بوخت و، چې د دولت د وسله والې ډلې حزب اسلامي له لوري د مزار شريف ښار ته رالېږدول شوى دى.

تر اوسه پورې د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *