هند د يوه پرمختللي او سوله ييز افغانستان لپاره خپلو مرستو ته ژمن دى
هند د يوه پرمختللي او سوله ييز افغانستان لپاره خپلو مرستو ته ژمن دى
هندوستان وايي چې د يوه پرمختللي، خوشحاله او سوله ييز افغانستان لپاره خپلو مرستو ته ژمن دى.
دغه څرګندونې د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې میرمن سوشما سوراج په نوي ډيلي کې د افغانستان د ولسمشر له مېرمنې رولا غني سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
په دې ليدنه کې مېرمن سوراج په ډاګه کړې، چې افغانستان د هندوستان لپاره يو ځانګړى ځاى لري او هېواد يې وياړي چې افغانستان يې لومړى ستراتيژيک همکار هېواد دى.
هغې زياته کړې : (( هندوستان ژمن دى، چې د يوه خپلواک، سوله ييز او خوشحاله افغانستان لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.))
د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې ويلي، چې پرمختللى افغانستان نه يواځې د هندوستان د امنيت، بلکې د ټولې سوېلي اسيا لپاره ګټور دى.