دولت د ۳۱ تښتول شویو کسانو په راخوشي کولو کې له ټول ځواک څخه کار اخلي

د ملي امنيت شورا د هېواد د امنيتي وضعيت د څېړلو سربېره ويلي، چې دولت د ٣١ برمته شوو مسافرو ازادولو ته لومړيتوب ورکړى او په دې اړه جدي هلې ځلې روانې دي.

د ولسمشرۍ رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، د دغې موضوع په اړه پرون په هغه ناسته کې چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه، خبرې اترې وشوې.

د يادې ناستې په لومړيو کې د يادو ٣١ مسافرو د تښتول کېدو په اړه چې د افغانستان د دښمنانانو له لوري برمته شوي، د هغوى د کورنيو د اوو غړو په شتون کې د تښتول شويو کسانو د ازادولو په اړه د ملي ځواکونو له هڅو او پرمختګونو يادونه وشوه.

يادې شورا د دې خبرې په څرګندولو سره چې د دغو کسانو خوندي ساتل د دولت له کاري لومړيتوبونو بلل کېږي، د هغوى کورنيو ته ډاډ ورکړ چې د ملي يووالي حکومت به په ټولو امکاناتو او توان سره د برمته شويو کسانو په ازادلو کې هڅې وکړي.

د ملي امنيت شورا د برمته شويو کسانو له کورنيو وغوښتل چې له خپل صبر او زغم څخه په ګټې له حکومت سره د رامنځته شويو ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د کب مياشتې په ٤ مه ، ٣١ مسافر چې له بېلابېلو سيمو څخه کابل ته په دوه بسونو کې پر لارې وو، د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري برمته شول.

د يادې غونډې په دوام کې امنيتي بنسټونو په بدخشان ولايت کې د وروستۍ رامنځته شوې پېښې په اړه چې له امله يې د وسله والو د بريد په ترڅ کې لسګونه امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته؛ معلومات وړاندې کړل او له هراړخيزو خبرو اترو وروسته په دې اړه اړينې پرېکړې وشوې.

د يادې ناستې په بله برخه کې د ملي دفاع وزارت لوى درستيز د هلمند ولايت د ذوالفقار عملياتو په اړه خپل راپور وړاندې کړ او د ملي امنيت شورا هم د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي او يووالي څخه د ستاينې ترڅنګ دغه عمليات بريالي وبلل او هغه يې د هېواد د امنيتي ځواکونو د وړتيا، مېړانې او لوړ ظرفيت لامل وبلل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *