اجرایي ریس نن د وزیرانو شورا په ناسته کې ویلي، د (۳۱) کسانو خوشي کولو د حکومت په لومړنیو کارونو کې شمیرل کیږي. عبدالله عبدالله ویلي: ځينې مسایل د محرمیت او د برمته شویو کسانو د ژوند ژغوري په موخه د رسنیو په واک کې نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې د کابل کندهار په لویه لاره د زابل په ولایت کې یو دیرش هیوادوال له مساپر وړونکو موټرو ښکته کړل شوي او تر اوسه ددوی د ژوند او ساتنې د ځای په هکله مالومات شتون نلري. څو ورځې مخکې د اجرایي ریاست مرستیال(حاجي محمد محقق) ویلي وو چې دا کسان په افغانستان کې د داعش له لوري برمته شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *