ولسي جرګې د عربستان او یمن په هکله د حکومت پر بهرني سیاست نیوکه کړې

یو شمیر وکیلانو پریمن بریدونه د عربستان ښکاره تیری ښودلی دی

له دې سره ولسي جرګي د ولسمشری ماڼۍ پر بهرني سیاست هم نیوکه وکړه . یو شمیر استازو د عربستان او یمن په هکله د ولسمشر دریځ ته په نغوتې سره عربي بریدونه پر یمن ښکاره تیری وښود.

ددې استازو په آند حوثیان د یمني اسیدونکو له لوري یوه پاځون کونکې ډله ده، پر یوې ځانګړې سیمې او مذهب اړه نلري.

د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې، چې ظاهر قدیر یي مشري په غاړه درلوده له عربستان د افغان حکومت پر ملاتړ کلکه نیوکه وشوه وویل شول: ولسمشرۍ ماڼۍ باید په دې هکله له ملي شورا سره مشوره کړې وی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *