د ولسی جرګې په ناسته کې د(۳۱) کسانو په نه خوشي کیدو هم نیوکه شوې ده

د ملي يوالي حکومت شنل شوی، د ناامني، برمتي او د داعش د مخنيوي لپاره يي هيځ کار نه دی کړی.

د ولسي جرگې ځينې غړيو له دې سره د ملي يوالي حکومت پر بهرني سياست هم نيوکه کړې ده.

ولسي جرگي په نني غونډه کې د ملي يوالي حکومت د نيکو تر بريدونو لاندي راوستلي وو!. هغه حکومت چې ددوی په وينا، له داخله شړيدلی او ټولې چارې يې له لاسه وتلې دي. دوی وايې ناامنۍ ډيرې شوې او نامسئوله کسان د کورنيو چارو په وزارت کې مداخله کوي او د هيواد په بيلا بيلو برخو کې د داعش لمن د ورځې په تيريدو سره د پراخيدو په حال کي ده.

د یو دیرشو برمته شویو کسانو په خوشي کولو کې پاتې راتلل پر حکومت بله نیوکه وه. دډې جرګې یو شمیر غړیو حکومت او ولسي جرګه په دې برخه کې په قوم او سمت پالنې تورنه کړې ده.

دې استازو خبرداری ورکړی که چیرې حکومت او ملي شورا ددې کسانو په خوشي کولو کې بیغوري وکړي، ددوی د خوشي کولو لپاره به له ټولو لارو کار واخلي.

خو ددې استازي د نیوکو په ځواب کې د ولسي جرګې مرستیال، د ریاست له ځایه ښکته راغی او د ولسي جرګې د یوه غړي په توګه یي د یو دیرشو برمته شویو کسانو په تړاو قوم او سمت پالنه رد کړه، وویل: افغانان په خپلو کې سره یو دي او د هیوادوالو ترمنځ هیڅ ډول توپیر شتون نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *