د يمن حوثيانو او ملگرو ډلو يي د عدن ښار ډيری سيمې نيولې دي

په دي نښتو کې چې له څو ورځو راهيسې پيل شوې نږدې (۲۰۰) کسان وژل شوي او له (۱۳۰۰) ډير نور ټپيان دي

د یمن سویلي (عدن) ښار د نیولو لپاره د حوثیانو او د منصور هادي د پلویانو ترمنځ نښتې تر اوسه هم روانې دي. د ملګرو ملتونو مرستندویه ځانګه وایي: په دې ښار کې حالات کړکیچن دي او ډیری مړي په واټونو پراته دي. روغتونونه د بې شمیره ټپیانو کوربه دي او له څو ورځو راهیسې په دې ښار کې اوبه او د برښنا شتون نلري.

د یمن د روغتیا وزارت وایي: د عدن ښار د نیولو په نښتو کې تر اوسه (۱۹۵) کسان وژل شوي او له (۱۳۰۰) ډیر نور ټپیان دي. د مرګ ژوبلې کچه یواځې د عربستان په مشرۍ د ایتلاف د بمباریو له امله نه ده!.

له دې ښاره د رار سیدلو ریپوټونو له مخې، د ایتلاف له هوایي بریدونو سره سره حوثیانو دعدن ښار ډيری برخې نیولې دي او اوس هڅه کوي ترڅو د بندر واک هم تر لاسه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *