د کابل بازار نن د مالياتو د ديرښت په غبرگون تړلی وو.

د کابل ښار د کارکونکو بيلا بيلو برخو نن پر دوی د مالياتو د ديرښت په غبرگون کاري اعتصاب پيل کری دی. دوی وايي: لگول شوي ماليات له حده ډير او ورکول يې ناشوني دي.

نن د کابل په ښار کې کاري اعتصاب پیل شوی، ټول پلورنځي، هټۍ، سوداګریزې ودانۍ او مرکزونه تړل شوي وو.

د کابل ښار یو شمیر سوداګر او هټۍ وال د کابل (نوي ښار) کې په راټولیدو سره، د مالي وزارت له لوري د نوي قانون په رامنخ ته کولو، چې سل په سلو کې د مالیاتو ډیرښت ښيي، نیوکه وکړه. له دې سره دوی په ناڅاپي ډول د صنفي جواز د صدور بیې لوړوالی هم د نه منلو وړ وښود او دې برخې ته یي د دولت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

لاریون کونکي وایي: له دې سره چې په دې دوه وروستیو کلونو کې د کارو بار اقتصادي وضعیت تر ډیره ټیټ شوی خو له بلې خوا د مالیې وزارت پر دوی د داسې مالیې لګولو پریکړه کړې چې ورکول یي ناشوني دي

د بیلا بیلو سوداګریزو ځانګو مسولینو او مشرانو د دولت له لوري په دې برخو کې د سمون رامنځ ته کولو غوښتنه کړې، ویلي یي دي: د صنفي جوازونو په لایحه کی باید د مالیي وزارت او ښاروالی له لوري سمون رامنځ ته شي

دوی خبرداری ورکړی که چیرې دولت ددوی ستونزې ته رسیدنه ونکړي. دوی به خپلې هټۍ او سوداګریز مرکزونه بند وساتي او خپلو مدني ګامونو ته، چې لمن به یي ولایاتو ته هم وغځیږي، زور ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *