اسرايلي رژيم د فلسطينيانو مالياتي ټولې سرچينې نه دي خوشي کړي
د فلسطيني اداري ريس (محمود عباس) خبرداری ورکړی، چي دوی به په دي هکله د جرايمو نړيوالې محکمي ته شکايت وکړي. اسرايلو څو مياشتي مخکې د جرايمو نړيوالې محکمې کې د فلسطين غړيتوب په غبرگون پر دې ادارې ماليايتي سرچينې بندي کړې وي، چې کچه يې سلگونه ميليونه ډالرو ته رسيږي. په دې وروستيو کې دا سرچينې خوشي شوې، خو عباس ويلي: اسرايلي رژيم ددې مالياتي سرچينو ځينې برخې، لکه برښنا، د خښولو پاکو اوبو او ځیينې نورې چوپړتياوې بندې کړې دي. ده ويلي، اسرايلو ټولې پيسې ورکړې دي.