یمن ته د مرستو روسولو اجازه ورکړل شوې
تر اوسه په دې جګړه کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوشتې ده
له دې سره نړیوالې سرې میاشتې ویلي: عربستان دوی ته اجازه ورکړې ترڅو یمن ته روغتیایي کارکونکي او طبي وسایل ورسوي. مخکې له دې دې بنسټ د څلور ویشت ساعتو نو لپاره د جګړې د بندیدو غوښتنه کړې وه.
سرې میاشتې هم په عدن ښار کې حالات ډیر کړکیچن ښودلې: دې او د یمن نورو ښارونو ته یي د مرستو رسولو په موخه د هوا، ځمکنۍ او سمندري لارو د پرانستولو غوښتنه کړې ده.
همدارنګه د حوثیانو یوه چارواکي ویلي: دوی خبرو ته چمتو دي، په دې شرط چې د عربستان په مشری د عربي ایتلاف بریدونه بندن کړل شي او تیري کونکي هیوادونه په منځګړو کې شتون ونلري.
بله خوا عربستان له یمن سره ګډې پولې ته نږدي د سلو کلیو د ویجاړولو پریکړه کړې ده. عربي چارواکیو ویلي دا کلي دډې لپاره ویجاړوي ترڅو پکې بلواګر ځای پر ځای نشي.