د مدیترانې په سمندر کې په تیرو24 ساعتونکې (1500) کډوال ژغورل شوي
د مدیترانې په سمندر کې په تیرو۲۴ ساعتونکې (۱۵۰۰) کډوال ژغورل شوي
د ايټاليا سمندري ځواکونو، په مديترانې سمندر کې په تيرو څلور ويشتو ساعتونو کي، (۱۵۰۰) کډوال ژغورلي دي. دا کډوال چې ډيری افريقايان دي. د پنځو بيړيو په وسيله يې غوښتل ځانونه اروپا ته ورسوي. ايټاليايي چارواکيو ويلي: د بيړيو حالت ښه نه وو او کله چې ددوی ځواکونو د خبرداري پيام تر لاسه کړ ددوی مرستې ته ورغلي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو څانگه ووايي: له يوه کال راهيسې (۳۵۰۰) کدوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دوه زره ډير کسان ژغورل شوي دي.