په چین کې په دووه ترافیکي پېښو کې ۳۳ تنه وژل شوي دي
په چين کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ۳۳ کسه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
د چين په ګوينژاو ايالت کې يو بس په يوه تنګه دره کې ولوېد او د دې پېښې په پايله کې ۲۱ کسه ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
په يوه بله پېښه کې چې په شمال لويديځ ايالت ګانسو کې رامنځته شوه؛ يو موټر په داسې حال کې پر اړخ واوښت چې په يوه غرنۍ تنګه لاره کې راګرځېد. په دې پېښه کې ۱۲ کسه ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
د دواړو ترافيکي پيښو په اړه چې پرون وشوې؛ تحقيقات روان دي.