دې ادارې د داعش په هکله د ملګرو ملتونوریپوټ رد کړی دی

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په دغه هېواد کې د بهرنیو جنګیالیو شتون مني؛ خو په دې اړهد ملګرو ملتونو په راپور کې ورکړل شوي ارقام نه تایدووي

د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي د، دغو جنګیالیو شتون افغانستان ته ګواښ وګڼلو او ویې ویل چې دوی په بیلابیلو عملیاتو کې یو شمېر دغه مشهور جنګیالي نیولي او وژلي دي:

“په داعش ډلې پورې تړلي جنګیالي په افغانستان کې شته؛ خو کوم ارقام چې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ورنه یادونه کړې؛ موږ یې نه تایدوو، د دوی فعالیتونه لکه نورې تروریستي ډلې د افغانستان لپاره یو ګواښ دی؛ موږ په یو لړ عملیاتو کې د دوی مهم مشران نیولي او وژلي دي، ان د دغې ډلې ویاند او په جنوب کې د دوی یو مهم مشر.”

د ښاغلي صدیقي په وینا د پاکستان د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دغو جنګیالیو یو شمېر مشران چې بهرنیان دي؛ د افغانستان سرحدونو ته راننوتي دي.

د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویل شوي چې دا مهال افغانستان د بهرنیو جنګیالیو لپاره په یو پټنځای بدل شوی دی او له شپږ زرو څخه زیات بهرني جنګیالي په دغه هیواد کې وسله وال فعالیت لري.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هم دغه ارقام نه دي تاید کړي؛ خو ویلي یې دي چې په ویره اچونې او تروریستي فعالیتونو کې بهرنیان ښکیل دي.

افغان امنیتي کارپوهان هم په افغانستان کې د دغو جنګیالیو شتون مني او دا د هیواد د امنیت لپاره یو ګواښ بولي.

افغان امنیتي کارپوهان دا هم وايي چې په سرحدونو کې د دواړو هېوادونو پوځي عملیات باید همغږي وي او کله چې د یوه هیواد له خوا پوځي عملیات کېږي؛ نو بل غاړه باید حمايوي عملیات وکړي؛ تر څو په دې توګه د وسله والو د پتنځایونو د جوړولو مخه ډب شي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو د شتون اوازې چې بهرني جنګیالي هم په کې موجود دي؛ په دې ورستیو کې تودې او د افغانستان د امنیتي ارګانونو له خوا هم منل شوي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *