په خیبر پښوتخوا کې یوه کس د خپل اکا د کور لس غړي وژلي دي
په خیبر پښوتخوا کې یوه کس د خپل اکا د کور لس غړي وژلي دي
دې کس په دې تړواو تیر کال خپل پلار، مور او وروڼه هم وژلي وو
چارواکي وايي، دغه سړي د خپل اکا لور ته مرکه کړې وه چې د هغې د کورنۍ له خوا رد شوې وه. له دې مخکې دغه کس د خپلې کورنۍ څلور نور غړي له همدې خبرې سره په تړاو وژلي وو.
په وژل شويو کسانو کې د قاتل اکا، د اکا مېرمن يې او د هغې نجلۍ په ګډون چې ورته يې مرکه کړې وه، اته د اکا اولادونه شامل دي.
دا پېښه د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې شوې ده.
د خيبر پښتونخوا د يوه ځايي پوليسو افسر له خولې ویل شوي، دا حمله نن شوې او حمله کوونکی د پيښې له ځايه تښتېدلی دی.
دغه کس د ۲۰۱۴م کال د نومبر په مياشت کې له دې خبرې سره په تړاو خپل مور او پلار او دوه وروڼه وژلي وو او د دې مخکيني قتلونو په خاطر نه وو نيول شوی.