پنټاگون په افغانستان کې د څو ميليون ډالري پروژو په هکله اسناد نلري. په افغانستان کې پر بيا رغاونې د امريکا څارونکې ادارې(سيگار) ويلي: دا پروژي په افغانستان کي د سلگونه قرارداديانو له لوري پلې شوې دي. د سيگار ريپوټ پر بنسټ، امريکا په افغانستان کي (۵۷) سلنه لگښتنو په هکله اسناد لري او بس!.

د افغانستان پر بیا رغاونه، د امریکا څار اداریې په خپل وروستي خپاره شوي ریپوټ کې ویلي: له دوه زره دوهم څخه تر دوه زره دیارلسم کاله د امریکایي قومندانانو په چټګ غبرګون پر مهال په جګړه ځلو سیموکې په میلیونونه ډالره لګلول شوي دي. ددې ریپوټ له مخې، پنټاګون له اوه سوه پنځه نوي میلیونو لګول شویو ډالرو څخه ، یواځې د اوه پنځوس سلنې په هکله اسناد لري. سیګار زیاته کړې: دوی د اته دیرشو قراردادیانو په هکله مالومات راټول کړي، چې هره یوه یي د پروژو له مخې د پنټاګون له لګښتونو څخه تر سلو میلیونو ډیره شتمني تر لاسه کړې ده، خو دا قرار دادیان چې دوی ته قرار دادونه ورکړل شوي، له افغاسنتان سره د امریکا د دفاع وزارت د مرستو یواځې اوه پنځوس سلنه جوړوي.

د امریکایي قومندانانو د چټکو برنامو بودیجه د ښونځیو، پلونو، پلچکونو، لپاره په هغو سیمو کې ځانګړې شوې وه کوم چې جګړه ځپلې وې. ددې برنامې په کړۍ کې، سیمه ایزو قومندانانو پریکړه کړې وه ، چې ددې پروژو په څرنګوالي پیسې ولګوي.

سیګار وایي: واشنګټن له دوه زره دوهم تر دوه زره څوارلسمه د افغانستان پر بیا رغاونه یو سل څلور میلیارده ډالره لګولي دي، چې له دې څخه شپږ شپیته میلیارده ډالره د امریکا د دفاع وزارت له لوري لګول شوي. په ریپوټ کې زیاته شوې، د امریکا دفاع وزارت اوس مهال، له دوه زره لسم کال مخکې له قراردادیانو سره د تړون لیکونو په تړاو یواځې د یو ویشت میلیاردو ډالرو په هکله اسناد لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *