ولسي جرګې ته د کابینې پاتې برخه ور وپیژندل شوه

د کابينې پاتې شپارس نوماند وزيران نن په رسمي توگه ولسي جرگې ته ور وپيژندل شول. د ولسمشر مرستيال (سرور دانش) هيله مندي څرگنده کړې، چي د خلک استازي، دې نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورکړي ترڅو له دې ډير د حکومت کاري پلانونه ونه ځنډول شي.

د کابینې پاټې شپاړس نوماند وزیران د باور رایو د تر لاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ور وپیژندل شول. د ولسمشر مرستیال (سروردانش)، د خلکو له استازو څخه وغوښتل ترڅو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړي.

په هغه نوم لړ کې چې د ښآغلي دانش له لوري وړاندې شو، لاندیني کسان د ملي یوالي حکومت کابینې ته ور پیژندل شوي دي:

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته، عبدالباري جهاني

پوهنې وزارت ته، اسدالله حنيف بلخي

لوړو زدکړو وزارت ته، فريده مومند

مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت ته، عبدالرزاق وحيدي

اقتصاد وزارت ته، عبدالستار مراد

اوبو او برښنا وزارت ته، علي‌احمد عثماني

سوداګرۍ او صنایع وزارت ته،همايون رسا

کرنې او مالدارۍ وزارت ته، اسدالله ضمير

ټول ګټې وزارت ته نوماند، محمود بليغ

ترانسپوتر او هوایي چلند وزارت ته، محمدالله بتاش

ښآر جوړونې وزارت ته، سيدسعادت منصور نادر

سرحدونو او قبایلو وزارت ته، محمدگلاب منگل

عدلیې وزارت ته، عبدالبصير انور

د ښځو چارو وزارت ته دلبر نظري

له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت ته، سلامت عظيمي

د شهیدانو، معلولینو، کار او ټولنیزو چاروز وزارت ته،و نسرين اورياخيل، د نوماندانو په توګه تاکل شوی دی

په دې کسانو کې د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند شتون نلري او ویل شوي چې د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافاتو د نوماند ټاکل ځنډولي دي. له دې سره په دې نوم لړ کې، د افغانستان بانک او سترې محکمې نوماند ریسان هم شتون نلري.

ښاغلي دانش په خپلو ننیو خبرو کې، د دولت له لوري د سولې بهیر ته هم نغوته شوې ویلي یي دي: د سولې لپاره د ورونو پرانستل کې د حکومت د کمزورتیا په مانا نه دي. دوی د یو دیرشو کسانو د تښتولو په هکله چې له دې پیښې څلویښت ورځې تیرږي ویلي: ددې کسانو د را خوشي کولو لپاره به له ټولو لارو کار واخستل شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال د فرخندې وژنه، دملي یوالي حکومت لپاره د شرم وړ ښودلې ویلي یي دي، هر څوک که په هر مقام کې وي او په دې وژنه کې لاس ولري د قانون منګلو ته به وسپارل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *