د نړۍ په کچه د اعدامونو پيښې ډيرې شوې دي. د بښنې نړيوال سازمان د ريپوټ له مخې، په دوه زره ځوارلسم کال کې د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې، د اعدام حکم د تيرو کلونو په پرتله اته ويشت سلنه لوړ شوی دی او تير کلا يواځې په مصرکې پنځه سوه کسان اعدام شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان، په نړۍ کې د اعدامونو د دیرښت په هکله په ریپوټ کې ویلي: په بیلا بیلو هیوادونو کې د مجرمینو د اعدام حکم کچه د تیرو کلونو په پرتله په دوه زره څورلسم کال کې اته ویشت سلنه لوړه شوې ده، خو د پلي کیدو کچه یي د تیرو کلونو په پرتله ټیټه وه. په دې ریپوټ کې پر مصر، عربستان، ایران، امریکا، ناجیریا او پاکستان هیوادونو نیوکه شوي. دې هیوادونو په تیر کال کې تر ټولو د اعدام ډیری پیښې درلودې. ددې ادارې نړیوالو مسائلو مدیر د لندن په خبرې ناسته کې وویل: د مصر محکمو په تیر کال کې له پنځه سوه ډیر کسان په اعدام محکوم کړي دي چې د اعدامونو په تاریخ کې یي ساری نه دی لیدل شوی. له دې سره دوی پر چین هیواد نیوکه وکړه وویل، چې دې هیواد په زرګونه کسان په دار څړولي دي خو په دې هکله کره مالومات نه دي تر لاسه شوي. د بښنې نړیوال سازمان له لوري په خپاره شوي ریپوټ کې ویل شوي: په تیر کال کې په ناجیریا کې شپږ سوه پنځوس کسان په اعدام محکوم شوي او پاکستان هم په پیښور کې له ترهګریزې پیښې وروسته، په لسګونه کسان په دار څړولې دي.د بښنې نړیوال بنست د نړیوالو مسائلو مدیر ویلي: ځینې هیوادونو د اعدام په حکمونو سره غواړي د امنیتي ګواښونو او ترهګرۍ د مخنیوي په موخه لاس پورې کوي. د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: دوی په دوه زره څوارلسم کال کې د نړۍ په کچه شپږ سوه اوه د اعدام پیښې ثبت کړې او کیدای شي د اعدام ډیری پیښې اعلان شوې نه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *