د غزني په اندړو ولسوالی کې چاودنې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي دي

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر يوه موټر د ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ اووه تنه وژل شوي دي.

د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ، ویلي، چې دا پېښه تیره مازيګر شاوخوا پنځه نيمې بجې د اندړو ولسوالۍ په عليزيو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په ياده سيمه کې يو فلاينکوچ موټر پر يوه ماين ختلى، چې د چاودنې له امله يې ٧ تنه وژل شوي، چې يو نارينه، درې ماشومان او درې مېرمنې دي او ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

نوموړي، د دې ماين د ځاى پر ځاى کېدو پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، خو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

بايد روښانه شي، چې په ياده سيمه کې له تېرو کابو لسو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو پرضد د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري عمليات روان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *