ولسي جرگي ويلي غير مسلکي نوماند وزيرانو ته به رايه ورنکري له دي سره دوي د ملي دفاع نوماند وزير د نه ورپيژندلو په هکله انديشنه خرگنده کري ويلي يي دي کيداي شي په ولسمشري ماني کي د اختلافاتو له امله د دفاع نوماند وزير دوي ته نه وي ور پيژندل شوي

ټاکل شوې سبا( چهار شنبه) د کابینې پاتې (۱۶) نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو د تر لاسه کولو په موخه ور وپیژندل شي، خو دې جرګې دوی ته د ملي دفاع وزارت له پاره د نوماند نه ورپیژندلو په هکله اندیښنه څرګنده کړې، ویلي یي دي: کیدای شي په ولسمشری ماڼۍ کې د اختلافاتو له کبله د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند نه وي ټاکل شوی.

د ولسي جرګې د بهرني اړیکو جرګه ګۍ ریس (عبدالقادرځاځي) ویلي: داسې ښکاري چې ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختلافاتو له کبله د ملي دفاع وزارت لپاره، چې یو مهم پوست دی، نوماند نه دی ټاکل شوی، ښاغلي ځاځي حکومتي چارواکي په قوم او سمت پالنې تورن کړي دي.

ښآغلي ځاځي د کابینې په نوي نوم لړ کې د وړو کسانو نه ورپیژندل لویه ستونزه بولي ووایي، ولسي جرګه به غیر مسلکي کسانو ته د باور رایه ورنکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *