مدني ټولنو بنسټ د ټاکنو اړوند کمیسیونونو کې د سمون کمیسیون پر جوړښټ د بیا کتنې غوښټنه وکړه. دې بنسټ ویلي، ددې کمیسیون جوړښت سیاسي، غیر فني او غیر تخصصي دی او د ټاکنو په کمیسیونو کې د سمون راوستلو وړتیا نلري.

په ټاکنیزو بنسټونو کې بنسټيز بدلون د ملي یوالي حکومت د رامنځ ته کیدو له اصلي آړونو څخه شمیرل کیږي. دملي یوالي حکومت مشرانو شپږ میاشتې مخکې ژمنه کړې وه، چې ډیر ژر به د ټاکنو اړوند کمیسیونونو او په دې بهیر کې سمون رامنځ ته کړي. له دې ژمنې شپږ میاشتې تیریږي خو تر اوسه یي د پلي کیدو لپاره ګامونه نه دي پورته شوي. له دې ډیریو ناندریو او خبرو وروسته دوه اونۍ وړاندې ولسمشر د ټاکنو په کمیسیونو کې د سمون راوستلو لپاره یو کمیسیون رامنځ ته کړ، خو اجرايي ریس په دط وروستیو کې ویلي: چې تر اوسه ددې کمیسیون د ریس ټاکلو په هکله هوکړه نه ده شوې.

د مدني ټولنو بنسټ نن وویل، په رامنځ ته شوي کمیسیون کې د فني او ځانګوالو کسانو هیڅ نښه نه لیدل کیږي بلکې دا یو سیاسي او د دواړو مشرانو له لوری رامنځ ته شوی کمیسیون دی.

دې بنسټونو ویلي، د ټاکنو اړند کمیسیونو نو کې د سمون راوستلو په موخه، د مدني ټولنو وړاندیزونه ډیر لږ په پام کې نیول شوي دي. ددوی په وینا، ددې کمسیون ټولې پریکړې د ولسمشر او اجرایي ریس په واک کې دي، چې دا به په خپله د ریښتینې ټاکنو د مخنیوي لامل شي. دوی ټینګار کړی، چې دې ټولو ته په کتو سره رامنځ ته شوی کمیسیون نشي کولای د ټاکنو اړوند کمیسیونونو کې اړین بدلونونه رامنځ ته کړي او دا هم شونې ده چې په پارلماني راتلونکو ټاکنو کې هم د ولسمشری تاکنو په څیر ناندری رامنځ ته شي.

مدنې ټولنو حکومت ته وړاندیز کړی، چې د ټاکنو د سمون کمیسیون په تړاو له مدني ټولنو سره له نږدې اړیکه ولري او ددوی له وړاندیزونو ګټه پورته کړي. له دې سره دوی ویلي، د خلکو د باور او اعتبار د تر لاسه کولو لپاره، باید د ټاکنیز سمون ناستې په ډاګه تر سره او پکې د مدنې ټولنو غړیو او څارونکو د څار لاره هواره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *