د کاناډا پارلمان د اسلامي دولت ډلې پرضد د خپل هوايي ځواک د حملو ملاتړ وکړ

د کاناډا پارلمان د حکومت د هغه پلان په ملاتړ رایې ورکړې چې له مخې به یې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو بمباري کوي. مخالف سیاسي ګوندونه وایي، په دې کار سره به کاناډا په یوې اوږدې جګړه کې ښکیله شي.

د کاناډا د استازو مجلس (ولسي جرګې) چې واکمن محافظه کار ګوند په کې برلاسی دی؛ په ۱۴۲ موافقو او ۱۲۹ مخالفو رایو سره دا پلان تصویب کړ.

د دغه پلان له مخې، د اسلامي دولت ډلې پرضد د کاناډا پوځي ماموریت هم د شپږو میاشتو لپاره وغځول شو.

کاناډا د عراق په شمال کې شاوخوا ۷۰ تنه خاص پوځيان او شپږ جنګي جیټ الوتکې ځای پرځای کړي او په عراق کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې د اسلامي دولت ډلې د هدفونو پرضد عملیاتو کې فعالیت کوي.

د کاناډا صدراعظم “سټیفن هارپر” تیره اوونۍ ویلي وو؛ هېواد یې په سوریه کې هم باید چې د اسلامي دولت ډلې په امن ځایونو بمبارۍ وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *