د کورنیو چارو وزارت وايي، د ازبکستان د اسلامي تحریک جنګیالي به چې دا مهال یې له داعش وسله والې ډلې سره بیعت اعلان کړی خپل هدف ته ونه رسیږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې په دې وروستیوکې د افغانستان په شمال کې د ازبکستان اسلامي تحریک یوه ویډیو خپره کړې او د داعش په نوم د وسله والې ډلې مشرابوبکرالبغدادي ته یې خپله وفاداري اعلان کړه.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېرغړي هم له افغان امنیتي چارواکو غواړي چې یاده ډله له منځه یوسي.

د کورنیوچارو وزارت ډاډ ورکوي چې د دې ډلې د فعالیت مخه به ونیسي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ وویل، افغان امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د اسلامي دولت جنګیالي خپل هدف ته له رسېدو وړاندې له منځه یوسي، دوی ویلي: ″په دې کې شک نشته چې دوی د خلکو په وژنه کې لاس لري، هر څوک چې وي په هرنامه چې وي دوی به له منځه ځي، دا له خلکو سره د افغان امنیتي ځواکونو ژمنه ده، ډاډ ورکوو چې موږ به په خپل ټول توان له امکاناتو کار اخلو په هرځای کې چې دوی ولیدل شي له منځه به وړل کیږي دا مبارزه ډېره جدي ده او همداسې به دوام وکړي.″

د ملي امنیت ریاست وايي، د یادې ویډیو په اړه یې پلټنې پیل کړې څوثابته شي چې ایا دغه ویډیو اصلي ده او که نه؟ او که اصلي وي د ازبک جنګیالیو په کومې ډلې پورې تړاو لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *