د نیلوفر پلار دده پر دوه کلنې لور یې د جنسي تېری کوونکي د اعدام غوښتنه وکړه

نیلوفر چې ډیره ماشومه ده او په خبرو لا نه ده راغلې؛ د جنسي تیري قرباني شوې ده.

دا ماشومه شاوخوا دوه کلنه ده؛ خو شپږ میاشتې مخکې پرې په تخار ولایت کې جنسي تیری شوی دی.

د نیلوفر پلار ویلي؛ شپږ میاشتې کیږي چې د عدل او انصاف په خاطر کابل ته راغلی دی: “جمهوري ریاست ته لاړم، جمهور ريیس محترم اشرف غني دې زما ماشوم له خپل ماشوم سره مقایسه کړي؛ که داسې ظلم ورسره وشي؛ هغه به څه کوي.”

ده وویل، په سیمه کې د غریبۍ ژوند لري؛ هیچا ته یې ضرر نه دی رسیدلی او له نورو يې هم توقع نه وه چې ضرر ورورسوي.

ده وویل، په تخار ولایت کې مې د رشوت د ورکړې توان نه درلود، ده ویلي: “د ولسوالۍ د جنایي مرستیال راته وايي؛ دوه لکه افغانۍ راکړه، داسې ظلم پر ماکیږي، د تخار په ولایت کې په د وسیه کې تیری کوونکی نولس کلن لیکل شوی؛ خو کله چې د وسیه کابل ته راغله؛ د دې لپاره چې هلک مجرم ونه شمیرل شي عمر يې ورته کم کړی. یا دې ما له لور سره یوځاې ووژني او یا دې قناعت را کړي.

زه واسطه، پیسې او زور نه لرم، د کابل راتګ ته مې پیسې پور کړي؛ زه يې د خدای د قانون سره سم اعدامول غواړم.”

ده داهم وویل، د زور او ټوپکو درې خاوندانو؛ د تخار ولایت د رستاق په ولسوالۍ کې د ده پر ماشومې لور جنسي تیری کړی دی. په خپل ولایت کې يې د عدلي ارګانونو دروازې ډیرې ټکولي؛ ډېر فریادونه یې کړي، خو انصاف ورسره نه دی شوی.

کارپوهان وايی په هیواد کې دا لومړی پیښه نه ده بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په ځینو سیمو کې پرماشومانو جنسي تیري شوي دي.

دوی هم له حکومته غواړي چې د دې ډول پیښو پر وړاندې دې جدي عمل وکړي؛ څو نور ترې عبرت واخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *