د ناجيريا ټاکنو د لومړنيو پايلو له مخي، د مخالفينو مشر محمد بوهاري، په دې ټاکنو کې بريالی شوی دی

د رارسيدلو ريپوتونو له مخي،(محمد بوهاري) د خپل سيال او اوسني ولسمشر(گوډلک جاناتان) په پرتله دوه ميليونه ډيرې رايي تر لاسه کړې دي.

په ناجیریا کې د ولسمشرۍ ټاکنې، څلور ورځې مخکې تر سره شوې. په دې ټاکنو کې د اوسني ولسمشر(بین ګوډلک جاناتان) اصلي سیال، د مخالفینو مشر(محمد بوهاري)، چې د پوځ پخوانی مشره هم دی وو. دا سیالي د تیرو ټاکنو په پرتله بیساري ښودل شوې ده. د ریپوټونو له مخې، ددې هیواد له شپږ دیرشو ولایتونو څخه په دیرشو ولایتونو کې ډیری رایي د محمد بوهاري په ګټه کارول شوې دي او له اوسني ولسمشر څخه دده د رایو شمیره دوله میلیونه ډیره ښودل شوې ده.

محمد بوهاري د فساد پر وړانډې د مبارزې او د امینت ټینګښت په شعارونو سره په ټاکنیزو سیالیو کې ګډون کړی و. د اوسني ولسمشر په مشری د (خلق دموکراتیک) ګوند ډاډ ورکړی چې په دې ټاکنو کې به هم بریالی وي. په ځینو ولایتونو کې د اوسني ولسمشر په پلویتوب د درغلی پر وړاندې لاریونونه هم شوي دي او د لاریون کونکو او پولیسو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې.

ناجیریا چې د افریقا له بډایو او لوی نفوس درلودونکی هیواد دی، په دې وروستیو کې د (بوکوحرام) وسله والې ډلې له ګواښ سره مخ شوی دی. له کله چې دې ډلې له دوه زره نهم کال راهیسې وسله واله مبارزه پیل کړې ده، تر اوسه یي له امله له دیارلسو زرو ډير کسان وژل شوي دي. ټاکل شوې وه چې د ولسمشری ټاکنې هم په تیره میاشت کې تر سره شوې وی خو د ناامنیو له امله دا ټاکنې یوه میاشت له ځنډ سره مخ او تیره اونۍ تر سره شوې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *