د ودونو قانون د ولسي جرگي له لوري په غوځ اکثريت سره تصويب شو. ددي قانون له مخې، چي تر ډيره سپارښتونکی دی نه الزامي، ودنو ته له (۵۰۰) ډیر د ميلمنو رابلل غير قانوني دي

د ودونو قانون، په څلورو څپرکیو او درویشت ماودو کې نن د عدلې او قضایي جرګه ګۍ له خوا مشرانو جرګې ته وړاندې شو. له اسلامي ارزښتون ساتنه، د شرع پر خلاف د کړنو مخنوی او ځوانانو ته د واده کولو لارې هوارول ددې قانون له اصلي موخو څخه شمیرل کیږي.

ددې قانون یوه برخه داده، چې ودونو ته د له(۵۰۰) ډير کسان نه ورغوښتل کیږي او که چیرې ددې پر خلاف کار وشي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. له دې سره چې دا قانون د سپارښتنې بڼه لري او د هیوا نورو قوانینو په څیر پلي کول یي اړین نه دي، خو بیا هم په دې هکله په ولسي جرګه کې ډيری ناندرۍ رامنځ ته شوې

ځینې کسان په دې آند وو چې ودنو ته د (۵۰۰) کسانو رابلل به د هوټلونو فعالیت له ماتې سره مخ کړي او په هیوا کې به د پانګونې او بوختیا کچه راټیټه کړي. پر دې قانون نیوکې کونکیو سناتورانو وویل: ددې قانون رامنځ ته کول به ډیری کسان بیکار او په بازار کې د فعالیت مخنیوی وکړي. خو له دې ټولو سره د ودونو قانون په غوځ اکثریت سره تصویب شو

همدارانګه سناتورانو نن له درنو وسلو د کار اخستنی څرنګوالی قانون هم په غوځ اکثریت سره تصویب کړی دی   دا کنوانسیون په یولسو مادو او ۵ پروتوکل کې رامنځ ته شوی دی. په دې سره به د هغه وسلو له کارولو ډډه وشي کوم چې خلکو ته تر ډیره زیان رسولی شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *