د ملي صنايع د توليداتو نندارتون د لويي جرگي په کيږدۍ کې، د ولسمشر محمد اشرف غني په گډون سره پرانستل شو. په دې څلور ورځيني نندارتون کي غالۍ، لاسي صنايع، تجسمي هنرونه، خوراکي توکي او نور توليدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

دا نندارتون د (ملي صنایع د جشن) په نامه نومول شوی چې د افغانستان د پانګونې(آیسا) په نوشت د لویې جرګې په کیږدۍ کې په لاره اچول شوی دی. ولسمشر محمد اشرف غني چې دا نندارتون پرانستلی، ددې نندارتون له بیلا بیلو برخو لیدنه وکړه، کورني او بهرني پانګوال یي د هیواد په بیلا بیلو برخوکې پانګونې ته وهڅول.

په دې نندارتون کې بیلا بیل تولیدات لکه: غالی، لاسي صنایع، وبدل، نساجي، نقاشي، کندنکاري، حکاکي، سفالي، خوراکي توکي او نور صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي

ټاکل شوې وه چې ولسمشر په دې مراسمو کې خبرې کړې وی، خود ځینې دلایلو له امله چې ویل کیږي د وخت کموالی وو، ولسمشر خبرې ونکړې. د ولسمشر د وینا لغوه د سوداګرو او پانګوالو له غبرګون سره مخ شوه، د هغه کسانو چې له ولایاتو یې په دې نندارتون کې ګډون کړی و. دوی د ولسمشر دا ګام د هیواد پرمختګ او صنعت برخې ته د ولسمشر نه پاملرنه وښوده.

دا نندارتون به تر څلورو ورځو د لویې جرګې په کیږدی کې د نندارې لپاره پرانستلی وي.

د یوه بل خبر له مخې، د پانګوالو څخه د ملاتړ(آیسا) ادارې ریس (وفي الله افتخاري) له خپلې دندې استعفی ورکړې ده، چې تر اوسه یي لامل نه دی روښانه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *