د سوريې ملت په تاريخ کي، د انساني کړکيچ تر ټولو بدترينه قرباني دی. د ملگرو ملتونو لوی منشي بانکي مون په کويت کې د مرسته کونکو هيوادونو په ناسته ک، له دي سربيره له سوري جگړه څپلو سره د مرستو د ديرښت غوښتنه وکړه. د ملگر ملتونو بشري حقونو ځانگې ريس هم خبرداری ورکړی: که چيرې مرسته کونکي بنسټونه او هيوادونه له سوريانو سره مرستې ډيرې نکړي په دي هيواد کي به انساني ناورين رامنځ ته شي.

له سوريي سره د مرسته کونکو دريم کنفرانس نن په کويټ کې تر سره شو. ملګرو ملتونو، له سوریانو سره د مرستې په موخه د ( اته میلیارده څلور سوه میلیونو) ډالرو د مرستې غوښتنه وکړه

د بشری دوستانه مرستو په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو استازي وویل: د سوریې نیمایي اوسیدونکي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، په دې هیواد کې اتیا سلنه بنستیزې چارې له منځه تللې او یواځې په تیره انۍ کې له دې هیواد څخه سل زره کسان کډوالی ته اړ شوي دي.

والري آموس وویل: په سوریه کې هره ورځ بیګناه کسان وژل کیږي، ده له نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو ددې هیواد د کړکیچ هواری لپاره د حل یوه لاره راوباسي.

د ملګرو ملتونو لوی منشي(بانکي مون) ددې ناستې په پرانستونکي وینا کې وویل: په سوریه کې تر ټولو بدترینه انساني کړکیچ رامڼځ ته شوی دی او د تاریخ په اوږدو کې سوریان دې کړکیچ قرباني شوي دي. دوی زیاته کړې: د سوریې ستونزه پوځي حل لاره نلري او ددې ستونزې په هوارۍ کې یې د نړیوالې ټولنې د پاتې راتلو په هکله خواشیني څرګنده کړه.

په دې یوه ورځینۍ ناسته کې، د اتیا مرسته کونکو هیوادونو او ټولنو غړیو ګډون کړی وو.

د ملګر ملتونو د بشردوستانه ځانګې استازي (عبدالله معتق) خبرداری ورکړ، که چیرې مرسته کونکي هیوادونه او بنسټونه، د ملګرو ملتونو له لوري وړاندې شوې وړاندیزونه ونه مني، نو نړۍ به په سوریه کې د انساني ناورین شاهده وي.

له دې سره د ملګرو ملتونو لوی منشي ویلي: د سوریې کړکیچ د سیمې هیوادونه ګواښي او سوریي ماشومانو په دې جګړه کې ډیر زیان لیدلی دی.له دې سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (فایو) د سوریې له جګړه ځپلو سره د یو سل یو ویشتو میلیونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *