په غزني ولايت کي يو کس د خپلې ميرمني د وژنې په تور، په لس کلن تنفيذي بند محکوم شوی دی. په دې ولايت کې قضايي مسئولين وايي: دې کس خپله ميرمن ترهغې کچې وهلې او ځورولې، چي ځان وژنې ته يي اړ کړې ده.

ددې کس قضایي غونډه د دعوې دواړو خواوو په شتون سره، د غزني په استناف محکمه کې تر سره شوي ده.

د غزني قضایي مسئولین وایي: حسین علي د خپلې میرمنې د وژلواو پر دې د زور زیاتي په تور چې د میرمنې د مړینې لامل یي شوی، ددې پیښې اصلي رامنځ ته کونکی دی.

دوی وایي: ددې ځوانې میرمنې مړی، د جاغوریو ولسوالی د کمرک سیمې له یوه رود څخه تر لاسه شوی، چې له لیدنې وروسته ددې پر بدن د سختو وهلو او ډبولو نښې نښانې لیدل شوي دي او دا په خپله ددې پر وړاندې د زور زیاتي ښکارندویي کوي.

د غزني قضایي مسئولینو په دې ناسته کې (حسین علي) په لسو کلونو بند محکوم کړی دی. خو ده دا پریکړه له عدالته لرې ښودلې، ویلي یي دي چې دی به له خپله دوسیه پرمخ بوځي.

په غزني او د هیواد په نورو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې ډيرې شوې دي. د چارو کارپوهان وایي: ددې پیښو د ډيرښت لاملونه د رسنیو له لوري د داسې خپرونو خپریدل دي کوم چې د افغاني هویت او دود سره په ټکر کې دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *