د غزني ولايت په اندړو، ده يک او واغز ولسواليو کې (۶۸) وسله وال مخالين وژل شوي، (۳۱) ټپيان او (۱۸۰) کړۍ ماينونه کشف او شنډ شوي دي. دا عمليات د نوي کال له دريمې ورځې پيل او تر اوسه دوام لري.

سرپرست والي (موسي خان اکبر زاده) ويلي، دي عملياتو په غزني ولايت کې د وسله والو مخالفينو ډيری پلانونه خاورې کړي دي.

د نوي کال او د هوا په تودخي سره د غزني ولایت امنیتي حالت بدتره شوی دی او ددې ولایت اوسیدونکو په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې ده. د غزني ښآر د لوبو په لوبغالي کې چاودنه، چې له امله یي پنځه لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته، د اندړو او ده یک ولسوالیو پر پوځي مرکزونو د طالبانو په برید کې د پنځه لسو پوځیانو وژل کیدل، په دې ولایت کې د ناامنیو د ډيرښت بیلګې دي.

د غزني سرپرست والي (موسی خان اکبر زاده) پر غزني ښآر د وسله والو طالبانو له لویو پلانونو پرده پورته کړې وایي، د وروستیو عملیاتو په تر سره کیدو سره د طالبانو دا پلانونه شند او مخنیوی یي شوی دی.

په همدي توګه د غزني اندړو او ده یک ولسوالی اوسیدونکي په دې عملیاتو کې د ملکي کسانو پر وژل کیدو نیوکه کوي. د غزني سرپرست والي بیا وایي په دې هکله یي د کره څیړنو حکم کړی ترڅو دا روښانه شي چې ملکي کسان د کوم لوري په برید کې وژل شوي دي

د ملي دفاع وزارت هم نن د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، دا عملیات د ملي اردو په مشری د ټولو امنیتي بنسټونو په ګډون دوام لري. له دې وزارت څخه په خپرې شوې خبر پاڼه کې لیکل شوي، په دې عملیاتو کې ډيری وسله د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې او د مخالفینو ځینې موټر له منځه تللي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *