په کندز او بدخشان ولايتونو کي د دولت اوه وسله وال او يو پاخون کونکي وژل شوي او نولس نور ټپيان دي. د قلعه زال چارواکيو ويلي وسله والو طالبانو نن سهار د ظلم آباد په سيمه کي پر پاڅون کونکو بريد کړی، چي له امله يي پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي او يولس نور ټپيان دي.

د دولت وسله والو مخالفینو نن سهار د کندز ولایت قلعه زال ولسوالی په ظلم آباد سیمه کې پر پاڅون کونکو برید کړی. د ولسي ځواک یوه قومندان ویلي: د دولت وسله والو مخالفینو د پرمختګ مخنیوی مو کړی او دوی شاتګ ته اړ شوي دي. ده ویلي: “که چیرې مرستندویه ځواکونه را ونه رسیږي، کیدای شي وسله وال مخالفین د ظلم اباد سیمه ونیسي.”

د قلعه زال ولسوالی چارواکیو ویلي، د چټک غبرګون په ګډون مرستندویه ځواکونه قلعه زال ولسوالی ته استول شوي دي. ددې سیمې اوسیدونکو ویلي، دولت تر اوسه د امینت په ټینګښت کې پاتې راغلی نو له دې مخې سیمه ایزو خلکو د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په پاځون لاس پورې کړی او ډیریو کورنیو دا سیمه پریښې ده. دا په داسې حال کې ده چې امینتي ځواکونو د کندز ولایت لپاره نوی پلان په پام کې نیولی دی او په دې وروستیو کې د زرو سرتیرو په ګډون د شپنې عملیاتو یو کنډک دې ولایت ته استول شوی.

په بدخشان ولایت کې هم د امنیتي ځواکونو او ددوی د وسله والو مخالفینو ترمنځ دوه کسان وژل شوي او ځلور نور ټپیان دي، سیمه ایزو چارواکیو ویلي د بدخشان ولایت په جرم ولسوالی کې دا نښته تر دریو ساعتونو روانه وه، چې له امله یي درې پولیس ټپیان شوي دي. دوی ویلي د محمد ظاهر په نامه د وسله والو طالبانو یو قومندان هم په وژل شویو کې لیدل کیږي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: په دې نښته کې یي یو پوځي مرکز نیولی او ددوی یو ملګری وژل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *