د سولې عالي شورا، له طالبانو چي مشروع نيوکي لري، د ولسمشر د بښني غوښتني له نوي دريځ خخه هرکلی کری ويلي يي دي، دا مسئله د سولې له بهير سره مرسته کولاي شي.

له دي سره دي شورا طالبانو خبرداری ورکړی چې د پخلاينې پرته بله لاره به ددوي لپاره زيانمنه وي

ولسمشر محمد اشرف غني تیره اونۍ په واشنګتن کې د سولې په څیړنیزه موسسه کې وویل: ځينې طالبان چې له دوی سره زور زیاتی شوی مشروع نیوکې لري، او دا اړینه ده ترڅو له دوی څخه د بښنې غوښتنې ته لاره هواره شي. د ولسمشر دې څرګندونې بیلا بیل غبرګونونه له ځان سره درلودل، ځينې کسان د ولسمشر په خبرو نیوکه کوي وایي، طالبانو د بشر له حقونو په سر غړونې او د هیوادوالو په ځورونې تورن دي، خو ځینې نور بیا د سولې د ټینګښت یواځینۍ لاره له طالبانو د بښنې غوښتنه او دوی ته دغرام ورکول اړین بولي او په بیلا بیلو په ځانګړې توګه په سیاسي برخو کې ددې ډلې د ډيرې ونډې غوښتونکي دي. د سولې عالي شورا د ولسمشر له نوې تګلارې د هرکلي ترڅنګ ویلي، دا دریځ د سولې د ټینګښت لپاره ګټورې پایلې درلودلی شي، له دې سره ښاغلي وقاد وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې له حکومت سره له یوځای کیدو پرته بله لاره نلري، د سولې عالي شورا دې غړي هیله مندي څرګنده کړې، چې طالبان هم باید د ولسمشر پیام ته ځیر شي اوله دې فورصته په ښه توګه ګټه پورته کړي، ښاغلي وقاد د سیمې او نړیوالو هیوادونو سره په ښو اړیکو تینګار کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *