د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله وايي چې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو له راوستو پرته به په هېواد کې هېڅ ډول ټاکنې ترسره نه شي.

په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول د ولسمشر او اجرايي مشر تر منځ د شوي سياسي هوکړه ليک يوه مهمه برخه ده چې د کمېسيون د جوړېدو په اړه له اندېښنو ډېرېدو وروسته ولسمشر اشرف غني د ياد کمېسيون د جوړېدو فرمان دوې ورځې وړاندې صادر کړ.

دا کمېسيون ١٥ غړي لري چې بنسټيزه موخه يې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستل، د ولسي نظام پياوړتيا، پر اصلاحاتو د خلکو باور، د قانون حاکميت ټينګول او له ټاکنيزو سرغړونو مخنيوى ښودل شوى دى.

په داسې حال کې چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون له جوړېدواته ورځې تېرېږي، خو تر اوسه هم کمېسيون په رسمي ډول کار نه دى پيل کړى او نه يې هم کومه غونډه کړې ده.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله وايي چې د دغه کمېسيون د ترکيب په اړه ممکن ځينې پوښتنې له خلکو سره وي چې پر دې موضوع به له ولسمشر سره خبرې وکړي.

هغه ووويل چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون به ډېر ژر په کار پيل وکړي.

د ټاکنيز اصلاحاتو کمېسيون غړى ګل احمد ممدزى وايي زيات احتمال و چې له امريکا د افغان چارواکو تر را ستنېدو وروسته د دغه کمېسيون کار په رسمي توګه د ولسمشر او اجرايي رييس له خوا پرانيستل شي او ښايي د ځنډ يو لامل يې هم دا وي.

د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون په کار کې ځنډ په وخت سره د پارلماني ټاکنو د نه ترسره کېدو په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

مدزي وويل: ((که چېرې د را روانو ټاکنو د ځنډېدو خبره څوک په خوله هم را نه وړي، خو په عمل کې ليدل کېږي؛ ځکه چې د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو کمېسيون مکلف دى چې د ټاکنو له ترسره کېدو ١٨٠ ورځې وړاندې او د ټاکنو له ترسره کېدو ١٢٠ورځې مخکې د ټاکنو نېټه اعلان کړي.))

هغه زياته کړه، له بده مرغه په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته له سلو ورځو کمې ورځې پاتې دي، خو تر اوسه په دې برخه کې د کمېسيون له خوا هېڅ اقدام نه دى شوى چې دا خپله له ټاکلي وخته د ټاکنو د ځنډ څرګندونه ده.

مددزى چې د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مرستيال دى، وايي چې که څه هم د پارلماني ټاکنو ځنډېدل د قانون خلاف دي، خو دغه دود له پخوا پاتې دى چې ټاکنې پر وخت ترسره نه شي.

د حکومت اجرائيه مشر هم ويلي چې تر اوسه څرګنده نه ده چې د ولسي جرګې ټاکنې به تر څه وخته وځنډېږي، خو تر څو چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون خپل کار بشپړ نه کړي او په ټاکنيز نظام کې بنسټيز اصلاحات يې نه وي راغلي، تر هغو به د ولسي جرګې ټاکنې ترسره نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ځينو مدني ټولنو ويلي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيون په کار کې ځنډ به ددې سبب شي چې په روان کال کې ټاکنې تر سره نه شي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر يوسف نورستاني هم ويلي چې د مالي امکاناتو د نشتوالي په سبب امکان نه لري چې د ولسي جرګې ټاکنې دې په خپل وخت سره تر سره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *