په ازبکستان کې د ولسمشری ټاکنې، نن تر سره شوې. د وړاند وينو له مخې ددي هيواد اوسنی (۷۷) کلن ولسمشر (اسلام کريموف) به د څلورم ځل لپاره د ولسمشر په توگه وټاکل شي.

د ازبیکستان ولسمشر له شپږویشتو کلونو راهیسې د واک په ګدی ناست دی. د وړاند وینو له مخې، په دې ټاکنو کې به بیا هم دی بریالی شي او درې نور نوماندان چې له دوی سره سیالي کوي د بریالیتوب کوم چانس نلري. د ازبیکستان د کمونیست ګوند مشر(اسلام کریموف) په نولس سوه نهه اتیایم کل کې، کله چې دا هیواد د شوري غړی هیواد وو، واک تر لاسه کړی دی. کریموف د خپلو سیاسي مخالفینو په ځپلو تورن دی او له روغتیایي اړخه هم ښه نه دی. د ازبیکستان اقتصاد اصلي ستنه د سرو زو، طبعي غازو، مس او پنبې تړلی دی او ددې هیواد ناخالصه کورنی تولیدپه (۲۰۱۴) کال کې اته سلنه ؤ. د لویدیځ بشري حقونو سازمانونو تل پر ده، د سیاسي مخالفینو د ځپلو په برخه کې نیوکه کړې ده او ددې بنسټونو په آند، تر اوسه په دې هیواد کې په خپلواکه او آزادانه توګه ټولټاکنې نه دي تر سره شوې.

د بشر حقونو سازمان، په ازبیکستان کې له بشري حقونو د سرغړونو له امله څو ځله له لویدیځو هیوادونو غوښتې ترڅو له دې هیواد سره خپلې اړیکې وځنډوي. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې اوس مهال ددې هیواد په بندخونو کې له لسو تر دولسو زرو سیاسي بندیان شتون لري او ډیری نور د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي. اسلام کریموف په لومړي ځل په نولس سوه یو نویم کال کې ولسمشر وټاکل شو او ددې ځل په پریالیتوب سره به، دا څلورم ځل وي چې دی، د ازبیکستان د ولسمشر په توګه ټاکل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *