په دايکندي کي تښتول شوي کسان خوشي شوي دي

د والي وياند ويلي: يو شمير دا کسان خپلو کورونو ته رسيدلي. بله خوا طالبانو ويلي دا مسئله په تښتونې تړاو نلري، بلکي دا کسان د جگړې له سيمي نيول شوي او له ځیړنو وروسته بيرته خوشي شوي دي

په داسې حال کې چې په زابل ولایت کې د یو دیرشو نیول شویو کسانو په هکله مالومات شتون نلري، خو درویشت کسان چې وسله والو طالبانو، د دایکندي کندهار په لویه لاره تښتولي وو خوشي کړي او ددوی ځینې کسان کورونو ته رسیدلي دي.

وسله والو طالبانو ویلي ، دا کسان یي تښتولي نه بلکې د جګړې له سیمې نیولي وو او له ځیړنو وروسته یي بیرته خوشي کړي دي. په دې وروستیو کې میاشتو کې تښتونو ډیری اندیښنې رامنځ ته کړې او دولت هم ددې اندیښنو د له منځه وړلو لپاره د پام وړ کوم ګام نه دی پورته کړی. په زابل، فاریاب، غزني او هرات ولایتونو کې وسله والو، چې پیژندل شوي نه دي، یو شمیر کسان تښتولي. په زابل ولایت کې د یو دیرشو، په غزني کې د یوه او په فاریاب ولایت کې د نهو تښتول شویو کسانو په هکله تر اوسه مالومات شتون نلري. د ځینې ریپوټونو له مخې چې پخلی یي نه دی شوی، وسله والو په زابل ولایت کې د برمته شویو کسانو پر وړاندې د وسلو ډک هغه موټر د خوشي کولو غوښتنه کړې کوم چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی ؤ، خو حکومت ددوی غوښتنه رد کړي او دې مسئلې د برمته شویو کسانو پر وړاندې ګواښ رامنځ ته کړی او د برخلیک په هکله یي مالومات شتون نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *