د هرات ولایت څارنوالي، د مراجعينو له دريو يوې برخې ته رسيدنه کولاي شي. ددي ادارې مسئولين وايي: بشپړ کاري ځواک نلري، ځکه د خلکو کارونه په ځنډ تر سره کيږي. دوی ويلي، که چيرې ددوی جوړښت (تشکیل) پنځوس سلنه هم وي د خلکو ستوزو ته تر يوې کچې رسيدنه کولای شي.

د هرات ولایت د څارنوالی ریس، سمیع الدین رهین د تمدن ټلویزیون له خبریال سره په مرکه کې ویلي: اداره یي د کاري ځواک له کمښت سره مخ ده او دوی د نویو کسانو ګمارنې ته ډیره اړتیا لري. دوی زیاته کړې، د هرات ولایت څآرنوالی د خپل جوړښت پنځوس سلنې د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی خو مرکزي حکومت تر اوسه دا پنځوس سلنه وړاندیز هم نه دی منلی. د ښاغلي رهین په وینا: اوس مهال د هرات ولایت څارنوالی ډيرش سلنه ستونزو ته رسیدنه کولای شي.

د هرات څارنوالی ادارې ریس زیاته کړي: په هرات کې د څارنوالیو پر وړاندې یوه بله لویه ستونزه، د ځانې امنیت نشتون دی او دوی نشي کولای له اندیښنې پرته خپلې دندې په ښه توګه پر مخ بوځي او د دوسیو د څیړنې لپاره ولسوالیو ته لاړ شي . دده په وینا د هرات ولایت په اوبه، کشک کهنه، چشت، فارسي او ګلران ولسوالیو کې امنیتي ستونزې شتون لري.

ښاغلي رهین ویلي، له دې ستونزو سره په ټولو ولسوالیو کې څارنوالی شتون لري او څارنوالان خپلې دندې پر مخ بیایي. خو ددې ادارې ځینې مراجعین وایي، چې په دې اده کې په پراخه کچه اداري فساد هم د هرات څارنوالی پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي دي، چې د هواری لپاره یي هیڅ ډول کار نه دی شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *