په افغانستان کي د ودي او پرمختگ برخه بايد له پروژه يي سيستم څخه ويستل شي

ولسمشر تيره ورځ په نيويارک کي د امريکا پرمختيايي ادارې ريس (هيلين کلارک) سره د ليدني پر مهال ويلي، ملي پرمختيا ته بايد د تل پاتي انتفاعي سيستم او د اړتياو له مخي سمون ورکرل شي.

په دې لیدنه کې، له افغانستان سره د بهرنیو مرستو پر اغیزې، پرمختیایي پلانونو، د بشري ظرفیتونو پر لوړوالي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې د فعالیت پر څرنګوالي خبرې شوي دي. ولسمشر ویلي: د افغانستان پرمختیایي پلانونه باید له پروژه یي سیستم څخه ویستل شي او د تل پاتې انتفاعي سیستم له مخې او د هیواد اړتیاو ته په کتو سره باید سمون ورکړل شي. ښاغلي غني د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې ته هم ویلي، چې ددوی فعالیتونه هم باید له پروژه یي سیستم څخه ووځي، په سیستماتیک او منظم ډول باید خپل فعالیت ته دوام ورکړي. د مالوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې ریس ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې په راتلونکې کې به دده وړاندیزونه په پام کې ونیسي. ولسمشر (محمد اشرف غني) په دې لیدنه کې د لاجوردو لارې ته، چې افغانستان د ترکمنستان، آذربایجان، ارمنستان او ترکې له لارې له اروپا سره نښلوي نغوته کړي، ویلي یي دي: دا ډول پروژې د افغانستان اقتصاد ته وده ورکولای شي. دوی ویلي د افغانستان د ا قتصادي ودي لپاره، باید بهرني مرستې اغیزناکه وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *