دپولې پوره غاړه پنځه لس وسله وال وژل شوي
دپولې پوره غاړه پنځه لس وسله وال وژل شوي
دپاکستاني پوځیانو د افغانستان پولې ته څېرمه ۱۵ وسله وال وژلي دي
د پاکستان پوځ وايي چې نن یې ځواکونو لږترلږه پينځلس وسله وال ملیشه د افغانستان پولې ته نږدې؛ وژلي دي.
د پوځ اعلامیه وايي، درې پاکستاني عسکر هم په دې حمله کې زخمیان شوي دي.
خو دا معلومات د کومې خپلواکې سرچینې له خوا نه دي تایید شوي.
د پاکستان پوځ تېر کال د افغانستان پولو ته په نږدې پرتو قبایلي سیمو کې پوځي عملیات پيل کړل. د پوځ په وینا، په دې عملیاتو کې تر دولس سوه زیات وسله وال وژل شوي دي.