د لبنان حزب الله گوند مشر، سید حسن نصرالله پر یمن د عربستان برید غندلی او بیړې سره یي د درولو غوښتنه کړې ده. حسن نصرالله دا برید پر یمن د عربستان ظالمانه برید ښودلی ویلي یي دي: عربستان پر یمن د خپل کنترول د ساتلو په موخه پیل کړی دی. د ملګرو ملتونو لوی منشی هم د یمن پر ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی

د لبنان حزب الله ډلې مشر(سید حسن نصرالله) د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان او ددوی ملګرو هیوادونو له لوري هوایي بریدونه غندلي، دا یي د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان او امریکا تیری بللی او په بیړې سره یي د درولو او د یمن ستونزوې د هواري لپاره د خبرو بیا پیلولو غوښتنه کړې ده. نصرالله ویلي: یرغلګرو د تاریخ په اوږدو کې ماته خوړلې او رسوا شوي دي. ده زیاته کړې: پر یمن د عربستان او ددوی د ملګرو هیوادونو د بریدونو موخه دعربستان له واکه ددې هیواد د وتلوت په موخه دي. ده په دې عملیاتو کې د خلیج فارس عربي هیوادنو پر ګډون هم کلکه نیوکه کړې ده.

حسن نصرالله/ دبيرکل حزب الله لبنان

ده ویلي:” لومړی خو مونږ د یمن خلکو، پوځ او مرکزونو باندې د عربستان او امریکا بریدونه غندو. مونږ ددې بریدونو د درولو غوښتونکي یو، غواړو ترڅو د یمن سیاسي ستونزې د هواری لپاره خبرې پیل شي او دا شونې ده”

همدارنګه د الجزایر بهرنیو چارو وزیر هم د خبرو له لارې د یمن ستونزې پر هواری ټینګار کړی ویلي یي دي، د یمن سیاسي ډلو ترمنځ باید خبرې پیل شي. عراق هم پر یمن د پوځي برید مخالفت کړی او چارواکیو یي ویلي: د یمن کړکیچ باید د خبرو له لارې حل شي. همدارنګه د یمن په بیلا بیلو سیمو کې د عربستان د بریدونو پر وړاندې لاریونونه تر سره شوي. د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون ویلي: د یمن ستونزې د هواری لپاره په مصر کې د عربي ټولنې د غړیو هیوادونو له مشرانو سره خبرې کوي. د ملګرو ملتونو لوی منشي ویاند(فرحان الحق) ویلي: بانکي مون د منصور هادي له ملاتړو عربي هیوادونو غوښتي ترڅو د یمن خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته زیان ونه رسوي. ده له دې هیوادونو غوښتي ترڅو په یمن کې د پوځي مداخلې پر ځای ددې هیواد ستونزې د سیاسي او دیپلوماتیکي هڅو له مخې لاره هواره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *