د امريکا ولسمشر پر یمن د عربستان بريدونو ملاتر کري دی

له دي سره سعودي عربستان ويلي د يمنيانو لپاره د خبرو ور پرانستلي دي خو د حوثيانو مشر چي خواکونه يي د پرمختگ په حال کي دي ويلي چي پر يمن د عربستان نامشروع تيري ته به غاره کي نه زدي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې ولسمشر بارک اوباما، د عربستان له شاه سره په ټلفوني اړیکه کې پر یمن ددوی له بریدونو ملاتړ کړی دی. له سپینې ماڼۍ څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې: په دې خبرو کې دواړو مشرانو د خبرو او دیپلوماتیکي لارو په کارولو ټینګار کړی دی. د یمن پر پلازمینه(صنعا) او یو شمیر نورو ښارونو د سعودي عربستان بریدونه د تیرې اونۍ پنجشنبه په ورځ پیل شوي او تر اوسه دوام لري. د منصور هادي د حکومت بهرنیو چارو وزیر(ریاض یاسین) ویلي، دا بریدونه لنډ مهالي دي او هر کله چې ملګري هیوادونه خپلو موخو ته ورسیږي بریدونه به هم بند کړل شي. ده زیاته کړې: د حوثیانو له مشرانو سره د خبرو لاره اوس هم شتون لري.

د عربستان د ایتلاف ویاند(جنرال احمد عسیری) ویلي: په یمن کې د عملیاتو اصلي لامل د (منصور هادي) حکومت ژغورل ده او تر اړینې مودې به روان وي. خو د حوثیانو مشر( عبدالملک حوثي) وایي: یمنیان به د عربستان او ملګرو هیوادونو نامشروع برید ته غاړه کښینږدي. له دې سره ویل شوي تر اوسه د ایتلاف دوه جنګي الوتکې غورځول شوي دي. له دې دوه الوتکو څخه یوه یي د عدن ښار په سیند کې غورځیدلي او دوه پیلوټان يي د امریکایي ځواکونو له لوري ژغورل شوي، او بله د سوډان اړوند سیمه کې د (صنعا) په شمال کې لویدلې ده او پیلوټان یي نیول شوي دي. له دې سره چې د حوثیانو پر وړاندې عملیات روان دي خو دې ډلې په سویل او ختیځ کې پرمختګونه کړي. د ریپوټونو پر بنسټ په عدن ښار کې د حوثیانو او منصور هادي د پلویانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. همدرانګه د عربي ټولنې د مشرانو غونډه چې اصلي موضع یي د یمن حالاتو څیړل ده، نن په مصر کې پیلیږي. منصور هادي هم په دې غوڼده کې د ګډون په موخه مصر ته سفر کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *