د فلسطين او اسرايلو ترمنځ د سوله ايزو خبرو د بيا پيليدو هڅه کيږي

د فرانسې بهرنيو چارو وزارت ويلي: امنيت شورا بايد د فلسطين او اسرايلو ترمنځ د سوله ايزو خبرو هوکړه تصويب کړي.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر( لوران فابیوس) ویلي: دوی د امنیت شورا له لوري د داسې یوې هوکړې د تصویب غوښتونکي دي، چې د فلسطین او اسرایلو ترمنځ د سولې په تړواو وروستي مسائیل ځای ولري. ده د ملګرو ملتونو په مرکز کې ویلي: فرانسه به ډیر ژر په دې هکله هڅې پیل کړي. ده هیله مندي څرګنده کړې چې امریکا ددې ډول هوکړې له تصویب سره مخالفت ونکړي. امریکا د امنیت شورا د دایمي غړي هیواد په توګه، ټولې هغه پریکړې چې د اسرائیلو پر زیان وي ویتو کړي دي. د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ سوله ایزې خبرې تیر کال له ستونزو سره مخ شوې او له ډیرې مودې راهیسې ځنډول شوي دي. بله خوا د اسرائیلو لومړي وزیر اعلان کړی چې د فلسطین مالیاتي بندې شوې سرچینې بیرته آزادوي. اسرایلو د فلسطینیانو مالیاتي سرچینې، چې ۱۲۷ میلیونه ډالره کیږي، د جرایمو په نړیواله محکمه کې د فلسطین غړیتوب په غبرګون، د تیر کال سپتمبر له میاشتې بندي کړي دي. د فلسطین مالیاتي سرچینې چې اسرایل یي د دوی لپاره ټولوي، د فلسطیني حکومت له اصلي مالي سرچینو څخه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *