ددې جرگې د نوي پړاو په پيل کيدو سره دا څوم ځل دی، چې په دې برخه کې پر حکومت نيوکه کوي، له دي سره خيني استازي امنيتي مسولين د فرخندې په وژنه کې په لاس لرلو تورنوي.

د کابل کندهار په لویه لاره د (۱۳) ملکي کسانو وژل، د فرخندې ژوندي سوځول او د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د ناامنیو ډیرښت د ولسي جرګې له اندیښنو څخه شمیرل کیږي. ولسي جرګه وایي: امنیتي مسئولین په خپلو دندو کې بیغوري کوي.

همدارنګه یو شمیر استازي، د ارزګان ولایت په کجران ولسوالی کې امنیتي حالت د اندیښنې وړ بولي، وایي: که چیرې دا ولسوالی د وسله والو مخالفینو لاس ته ورشي، وسله وال مخالفین به ددې ولسوالی اوسیدونکي قتل عام کړي.

د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې، ددې جرګې ریس هم ډیری نیوکوې درلودې، خو دده مخاطبین د ولسي جرګې غړي وو، نه امنیتي ځواکونه!. دوی خپل همکاران په غیابت او له قانونه په سرغړونې تورن کړل.

ولسي جرګې نن هم د نصاب د نیمګرتیا له امله، کومه ځانګړې برنامه نه درلوده او د ولسي جرګې ریس هم په دې نیوکه کوله. ابراهیمي ویلي: د کابل کندهار په لویه لاره د دیارلسو ملکي کسانو د وژلو او د پنجشنبه د پیښې په تړاو مو باید لږ تر لږه دوه وزیران استیضاح کړي وی، خو د نصاب نیمګړتیایي مخنیوی کړی دی.

د استازو ناسوبتیا د ولسي جرګې له لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي، مخکې له دې هم دا جرګه د نصاب د نیمګړتیا له امله له خپلو ډیریو پلاونو څخه شاته پاتې شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *