اردن او روسيې ترمنځ د لومړنۍ اټومي بټۍ د رغولو تړون لاسليک شو

د تړون له مخي روسيي څانگوال (متخصصين) به تر دوه زره دوه ويشتم کاله د( ۱۰) ميلياردو ډالرو په ارزښت، په اردن کي اټومي بټۍ رغوي. اردني چارواکيو ويلي دا تړون يي د نفتو اوغازو د ستونزو د هواری په موخه لاسليک کړی دی.

د لسو ميلياردو ډالرو په ارزښت، د روسيې ځانگوالو له لوري، په اردن کې د لومړۍ اتومي بټۍ د رغاونې تړون تيره ورځ د اردون په عمان ښار کې لاسليک شو. اردن خپله د اړتیا وړ(۹۶) سلنه برښنا له بهر څخه واردوي او اردني چارواکیو ویلي: دوی دا تړون د نفتو او غازو ستونزو د هواری په موخه لاسلیک کړی دی او بله خوا په ګاونډیو هیوادونو کې، امینتي ستونزو ددې هیواد د وارداتي برښنا پر وړاندې ډيری ګواښونه رامنځ ته کړي دي.

ددې تړون له مخې، روسي څانګوال به تر دوه زره دوه ویشتمه ددې اټومي بټۍ رغاونه بشپړه کړي، چې د دوه ریاکتورنو په درلودلو سره به (۱۰۰۰) میګاواټه برښنا تولیدوي. د اردن انرژی کمیسیون ریس خبریالانو ته ویلي: ددې بټیو اومه مواد به د اردن له زیرمو چمتو کیږي. په دې هیواد کې د اورانیمو لویې زیرمې په (۲۰۰۷) کال کې کشف شوي دي. روسي پلاوي هم ددې تړون لاسلیک د دواړو هیوادونو ترمنځ د ریښتنې ستراتیژیکو اړیکو ښکارندویي ښودلې ده.

د ویلو وړ ده چې روسیي تیره میاشت له مصر سره هم ورته یو تړون لاسلیک کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *