د کابل عالمانو شورا نن سهار، د ځانګړو مراسمو په تر سره کولوسره فرخندې وژنه غندلې او تورنو کسانو ته یي د سختي سزا ورکولو غوښتنه کړي ده.

ددې شورا مشر(مولوي عبدالبصیرحقاني) ددې پیښې رامنځ ته کیدل د دولت کمزورتیا او اسلامي ارزښتونو ته نه درناوی ښودلې

نومړي ویلي: ددې پیښې رامنځ ته کونکو، دیني او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی کړی او باید دوی ته تر ټولو سخته سزا ورکړل شي.

د کابل دیني عالمانو شورا، پولیس هم په خپله دنده کې په ناغیړی تورن کړي او دوی ته یي هم د سزا ورکولو غوښتنه کړي ده.

ښاغلي حقاني زیاته کړې: باید په کابل کې تول تعویذ لیکونکي راټول کړل شي او ددوی فعالیت بند او له ښاره ویستل شي.

همدرانګه یو شمیر هیوادوالو د سترې محکمې مخې ته لاس په لاریون پوري کړی وو او د فرخندې وژونکو ته یي د سزا ورکولو غوښتنه کوله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *