د يمن مستعفي ولسمشر(عبدربه منصور هادي) د ملگرو ملتونو امنيت شورا څخه، په دي هيواد کي د خليج فارس هيوادونو د پوځي مداخلې د تصويب غوښتنه کړې ده

دا په داسي حال کي ده، چي حوثي وسله والو ځينې نورې سيمې او په سويل کې دوه ښارونه نيولي دي

د یمن مستعفی ولسمشر ( عبدربه منصور هادي) امنیت شورا ته د یوه لیک په استولو سره، له دې شورا غوښتي، ترڅو په یمن کې د خلیج فارس همکارې شورا پوځي مداخله تصویب کړي. منصور هادي چې مخکې له دې هم په یمن کې ددې شورا د پوځي مداخلې غوښتنه کړې وه، د حوثیانو د پرمختګ مخنیوي لپاره یي دا مداخله اړینه ښودلې، خبرداری یي ورکړی، چې حوثیانو هر وخت کولای شي ددې هیواد نوې پلازمینه (عدن ښار) ونیسي.

د حوثیانو وسله والو تیره ورځ د کرش ښار واک تر لاسه کړی، دا هغه ښار دی چې د پلازمینې په سل کیلو متری کې پروت دی، د شمال او سویل لویه لاره سره نښلوي. له دې سره حوثیانو په ضالع ښار کې پرمختګ کړی او د سره سمندر سره د المخار ښار یي نیولی دی. د ریپوټونو له مخې په مارب او البیضا ښارونو کې هم د حوثیانو او ددوی د مخالفینو ترمنځ نښتې روانې دي، او له دواړو خواوو تر اوسه په لسګونه کسان وژل شوي دي.

بله خوا، سعودي عربستان له یمن سره ګډې پولې ته نږدي، خپلې درنې وسلې ځای پر ځای کوي. دا دوه هیوادونه ( ۱۸۰۰) کلیو متره ګډه پوله لري. د عربستان بهرنیو چارو وزیر درې ورځې مخکې ویلي وو، چې دوی او ملګري هیوادونه به یي د منصور هادي په ملاتړ په یمن کې پوځي مداخله وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *